طب عاجل

د شري ناروغۍ

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي، په اروپا کې د شري د ناروغانو شمېر د تېر کال پرتله ۴۵ برابره ډېر شوی دی.

ډبلیو اېچ او چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ روغتیايي سازمان دی، خبرداری ورکوي چې د دې پدیدې دوام کولای شي په اروپايي وچه کې ماشومان د یوې لویې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په تېر ۲۰۲۳ کال کې په اروپا کې ۴۲ زره او ۲۰۰ کسان په شري اخته شوي‌ وو. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې یوازې په دې وچه کې د شري ۹۴۱ پېښې ثبت شوې وې.

دغه نړیوال سازمان وايي، چې د دومره پام وړ زیاتوالي لامل شاید د کورونا ناروغۍ پرمهال د ماشومانو د واکسینو کمښت وي.

Back to top button