د وینې معاینې له لارې د الزایمر ناروغۍ تشخیص “ممکن” شو
په سویډن کې د یوې څېړنې پایلې ښیي، د الزایمر ناروغۍ د تشخیص لپاره کارول شوې نوې طریقه ډېره سمه ده.
په نوي میتود کې، چې په ۷۸۶ کسانو ترسره شوی، د پي ټي اې یو ۲۱۷ په نوم پروټین کچه په وینې کې معاینه او اندازه کېږي.
په وینه کې د دې پروټین اندازه د الزایمر ناروغانو په مغزو کې بیولوژیکي بدلونونه ښیې.
څېړونکي هیله لري چې دا ازموینه د الزایمر ناروغۍ په لومړني تشخیص کې اغېزمنه وي، کوم چې په ډېری مواردو کې د ذهني زوال (ډیمنشیا) لامل کېږي.